سویلي آسیا

په پاکستان کې د شیعه او سنیانو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د شیعه او سنیانو تر منځ د څو ورځو نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

اسوشېټیډ پرېس راپور ورکړی چې دا تاوتریخوالی، د ځمکې د یوې اوږدې رامنځته شوې لانجې له امله د تېرې اونۍ په پای کې د خیبر پښتونخوا ایالت په ناآرام کرم سیمه کې، چې له افغانستان سره پولې ته نږدې دی، پیل شو.

دغه نښتې چې د شنبې په ورځ پیل شوې، د چهارشنبې تر ورځې پورې یې دوام وکړ او دواړو لورو په کې ډزې وکړې. پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی، چې دغه شخړه، چې له اوږدې مودې راهیسې د ځمکنیو شخړو له امله روانه ده، ښايي په سیمه کې پراخ فرقه ییز تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

د خېبر پښتونخوا ايالت کرم سیمه د فرقه ییزو تاوتریخوالو له اړخه یو له حساسو نقطو څخه ګڼل کېږي.

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند سیف علي ويلي:«هڅه کوو چې وضعیت تر کنټرول لاندې راولو او د نور تاوتریخوالي مخه ونیسو.»

هغه زیاته کړه، د هېواد چارواکو د قومي مشرانو په مرسته د سولې د خبرو له لارې موقت اوربند ټینګ کړی او ټینګار یې کړی، چې دواړو لورو د دښمنۍ پر بندولو هوکړه کړې ده. خو وضعیت لا هم نازک دی.

شیعه ګان چې د پاکستان د ۲۴۰ میلیونه نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي، وخت په وخت په دغه سني هېواد کې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

که څه هم د دواړو ټولنو تر منځ اړیکې په عمومي ډول سوله ییزې دي. خو فرقه ییز تاوتریخوالی وخت په وخت زیاتېږي، په ځانګړې توګه د کرم په څیر سیمو کې چې د شیعه ګانو د پام وړ نفوس لري.

دا نښتې د روان کال د پیل د تاوتریخوالي یادونه کوي. د جون په میاشت کې د ورته ځمکنۍ شخړې پر سر په شخړو کې لسګونه کسان ووژل شول، چې په دې سیمه کې ژور تاوتریخوالی ښیي.

د پاکستان ځايي چارواکي اوس هڅه کوي چې د دغو جګړو د لا پراخېدو مخه ونیسي. په ځانګړې توګه په هغه سیمه کې چې د دواړو خواوو افراطي ډلې د ناکراریو د غوړولو لپاره د دې ډول کړکېچونو د کارولو مخينه لري.