سویلي آسیا

په هند کې د سیلابونو له کمېدو وروسته د اوبو له لارې د ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنې

د هند د ګجرات ایالت د ودودارا ښار چارواکو او اوسېدونکو اندېښنه ښودلې، چې د تېرې اونۍ د ویجاړونکو سېلابونو په کمېدو سره ښايي د اوبو له لارې د ناروغیو د خپرېدو احتمال زیات شي.

دغو سېلابونو زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل او لږ تر لږه له ۲۸ کسانو یې ژوند واخيست.

لکه څنګه چې د سېلاب د خټوککړې اوبه کمې شوي، د کثافاتو ډنډونه او خټې پاتې دي او چارواکو ښاریانو ته د ساري ناروغیو لکه لیپټوسپایروسس، هپاټایټس «ای» او ټيفوٸيډ د اخته کېدو د خطر خبرداری ورکړی دى.

د سیمه ییز حکومت یوه چارواکي راجیش شاه وویل، « له سېلابونو وروسته تر ټولو لویه ستونزه د لیپټوسپایروسیز ناروغي ده، چې د اخته څارویو د فاضله موادو له لارې لېږدول کیږي.»

هغه زياته کړه چې روغتيايي ټيمونه به کور په کور تشخيص پيل کړي.

تېره اونۍ د عربي بحیرې په اوږدو کې د هند او پاکستان په ساحلي سیمو کې سخت بارانونه وشول چې له امله یې د هند په لوېدیځ ګجرات ایالت کې په ښارونو کې سېلابونه راووتل.