ورزش

جاناتان تروت د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې روزونکی شو

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی جاناتان تروت. عکس: د افغانستان کریکټ بورډ

د افغانستان کریکټ بورډ اعلان کړی چې د انګلستان پخوانی کریکټ لوبغاړی جاناتان تروت، ددغه هېواد د کریکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی ټاکل شوی دی.

په پام کې ده ښاغلی تروت راتلونکې اګست میاشت کې چې افغانستان له ایرلنډ سره لوبې لري، خپله دنده پیل کړي.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره پنځه شل اوریزې سیالۍ لري.

ښاغلی تروت په جنوبي افریقا کې زېږېدلی او د کریکټ مشهور توپ وهونکی دی.

جاناتان تروت له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د انګلستان لپاره ۵۰ یو ورځنۍ ټسټ لوبې ترسره کړي او ۵ زره او ۸۳۵ منډې یې جوړې کړې دي.

هغه همداراز د انګلستان لپاره په ۶۸ یو ورځینو لوبو کې لوبېدلی او ۲۸۳۸ مڼډې یې کړې دي.

تروت په ۲۰۲۰ کال په اوړي کې د انګلستان یو ورځنیو سیالیو کې د انګلستان له لوبډلې سره په جنوبي افریقا کې کار کړی. تېرکال هم د هندوستان پروړاندې د انګلستان لوبډلې سر روزونکی و.

نوموړی همدراز د ۲۰۲۱ کال په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د سکاټلنډ ملي لوبډلې او همداراز د انګلستان د ۱۹ کلنو او «انګلنډ لیونز» لوبډلو د توپوهنې روزونکی پاتې شوی دی.