د امریکا متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
دغه خبرپاڼه په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په سیاسي چارو کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لانا نسيبه سره تر لیدنې وروسته خپره شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، «متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټينګار کوي، او دا مسایل يې د یو باثباته افغانستان او د پیاوړي اقتصاد لپاره مهم وبلل.»
دواړو لورو همدا راز د افغان ښځو او ماشومانو د ژوند د ښه والي لپاره په ځانګړې توګه د پوهنې، روغتیا، د معیشت د فرصتونو او متشبثینو په برخو کې د ګډو مرستو او منابعو پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی له افغانستان سره د بشري مرستو دوام هم اړين وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو نوی قانون، چې پر ښځو او نجونو ځپونکي بندیزونه لګوي، سخت نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.