سوداګري

پاکستان او ترکمنستان د افغانستان په ونډې سره د ټاپي د پروژې پر تعقیب هوکړه وکړه

پاکستان او ترکمنستان پرون (چهارشنبه،زمري ٣) هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژه به د افغانستان په ګډون په «چټکۍ» سره تعقیب کړي.

پاکستاني رسنیو ویلي، دا هوکړه د پاکستان د تېلو د وزیر مصدق ملک او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشيد مرادوف تر منځ له ليدنې وروسته شوې ده.

د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند ګاز نل لیکه (ټاټي) یوه لویه سیمه ییزه پروژه ده چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه ترکمنستان ته اجازه ورکوي چې طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.

که څه هم دا پروژه په ١٩٩٠کال کې جوړه شوې وه او په رسمي توګه د ٢٠١٠کال په ډسمبر کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ پرې هوکړه شوې وه؛ خو د امنیتي اندېښنو، د تمویل د ننګونو او نورو خنډونو له امله تراوسه پرې عملي کار نه دی پیل شوی.

د ټاپي پروژه په منځنۍ اسیا کې د نړۍ په کچه د ګازو دویم ستر مرکز « ګالکینش» کې پیل او د پاکستان پولې ته څېرمه د هند په فاضيلکا ښار کې پای ته رسېږي.

که چیرې دا پروژه پلي شي، نو ترکمنستان سره به د يو زرو ٨٠٠ کیلومترو په اوږدو کې په کال کې د ٣٣ ملیارده متر مکعب طبیعي ګازو په رسولو کې مرسته وکړي.

افغانستان به هم د خپلې خاورې له لارې د ګازو د ټرانسپورټ له مالیاتو او فیسونو څخه په کال کې میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د پاکستان د نفتو وزیر په دې ناسته کې وویل دي، «د ټاپي پایپ لاین پروژه به د انرژۍ لګښتونه کم کړي او کولی شي صنعتي وده، د کار پیدا کولو او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي.»

د يادولو وړ ده، چې ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د سه شنبې په ورځ (زمري ٢مه) په يو دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد.