روغتیا

د اسرائیلي پوځ په خان یونس په ختیځ کې ۳۹ تنه وژل شوي

د خان یونس په ختیځ کې د اسرائیلي پوځ د هوايي او توپچي بریدونو په پایله کې تر اوسه ۳۹ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې لسګونه کسان ټپیان شوي او د ناصر روغتون هم له ټپیانو ډک دی.

اسرائیلي پوځیانو وروسته له هغې برید وکړ چې د ښار د دې برخې خلکو ته یې د مواسي په لور د تخلیې امر وکړ.

احمد سمور، فلسطینی بې ځایه شوی وايي: «موږ ستړي یو، په غزه کې ستړي یو، هره ورځ مو ماشومان شهیدان کیږي، هره ورځ، هره شیبه. دا زموږ د بچو وینه ده لا وچه شوې نه ده.»

په همدې حال کې حماس وايي، په مرکزي غزه کې یې د اسرائیلي پوځ د قوماندې مرکز د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله په نښه کړی دی.

تر اوسه په دې برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

اسرائیلي پوځ هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا ویل شوي چې دوه نور اسرائیلي یرغمل هم د حماس ډلې په بند کې مړه شوي دي.

په همدې حال کې، د یرغمل شویو کورنۍ او اسرائیلي وګړي د اسرائیلي حکومت پر ضد منظم لاریونونه کوي او له نتنیاهو غواړي چې د اسرائیلي یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره له حماس سره یوې هوکړې ته ورسیږي.