هلمند کې یو شمېر ښځې وايي، چې د ښځو له کار څخه د ملاتړ د نشتوالي له امله، دوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دغه ښځې چې له څو کلونو راهیسې د لاسي صنایعو، اوبدلو او ګنډلو په برخو کې بوختې دي، ټینګار کوي چې ورځنی عاید یې په بېسارې توګه کم شوی دی.
زرغونه له خپلې خور سره د هلمند په یوې څنډه کې، له سختو اقتصادي شرایطو سره ژوند کوي. زرغونه شپېته کلنه ده. هغه وايي چې له څو کلونو راهیسې د اوبدلو په صنعت بوخته ده او د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي. زرغونه ټینګار کوي چې د ملاتړ کوونکو پروګرامونو د نشتوالي له امله اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د لاسي صنایعو اوبدلو صنعت نور د پخوا په شان رونق نه لري.
زرغونې آمو ته وویل: «زویه، زه او خور مې د لاسي صنایعو په برخه کې د اوبدلو کار کوو. شاوخوا ۸ کاله کېږي چې دا زموږ کار دی. زما لاسونه وګوره، ټوټې ټوټې شوي دي، زه ډېره ناروغه یم، خو ښه دا ده چې زموږ په سیمه کې یو کلینیک شته، چې زموږ وړیا درملنه کوي.»
سربېره پر دې، په دې سیمه کې نورې ښځې هم د ګنډلو په کار بوختې دي. د دې سیمې یوه بله ښځینه اوبدونکې وايي چې د دوی لپاره کاري فرصتونه کم شوي او اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.
د هلمند اوسېدونکې، سیما، وايي: «زه په بېلابېلو ناروغیو اخته یمه، مېړه مې هم ناروغ دی او زموږ لګښتونه ډېر دي. زه ډېر په زحمت کولی شم خپلې ستونزې هوارې کړم.»
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وینا، د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو د زده کړو، تحصیل او کار حق باندې محدودیتونه، د کورنیو، په ځانګړي توګه د هغو کورنیو چې ښځې یې سرپرستې دي، اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. بلخوا، یو شمېر بیا باور لري چې د طالبانو لهخوا په بهرنیو مرستندویه موسسو کې د ښځو د کار دوامداره محدودیتونه، او ځینې وخت د دغو موسسو په کارونو کې لاسوهنه، هم د دې سبب شوې چې د ښځو او نجونو اقتصادي فعالیتونه په هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ شي.