افغانستان ښځې

سیاف: ښځو د «بربنډولو» روا کول د اسلام او انسانیت پر وړاندې ستر جنایت دی

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په پنجشېر ولایت کې د یحیی عنابي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د نامحرمو ښځو بدن  لمس کول او د هغوى بربنډول د (اسلامي)شريعت له مخې ناروا او د اسلام او انسانيت پر ضد ستر جنایت دی .»

هغه پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي:«د نامحرمو ښځو بدن لمس کول  د شریعت له مخې ناروا دي او د هغوی بربنډول ستر جرم دی او د جايزول يې د اسلام او انسانیت پر وړاندې ترټولوستر جرم دی.»

 یحیی عنابي په پنجشېر کې په خپله یوه خطبه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د زرمینې پرياني د نیول کېدو او زنداني کېدو په تړاو په څرګندو ټکو وویل چې «دا ښځه باید د کابل په څلورلاري کې بربنډې شوې وای تر څو نورو ازادي غوښتونکو ښځو ته عبرت ګرځېدلې وى. »

هغه  په دې خطبه کې آزادي غوښتنه د فحشا سره برابره وبلله.

زرمينې پرياني د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، ويلي چې په زندان کې د طالبانو له خوا «بربنډ» شوې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ هم د یحیی عنابی د څرګندونو په غبرګون کې ویلی و، چې د پنجشیر ولایت په یوه جومات کې د ده وینا نه یوازې د ښځو عزت او کرامت ته سپکاوی دی؛ بلکې «انساني، اسلامي ارکان، او انساني کرامت» یې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

دغو ښځو د طالبانو له خوا د ښځو د ځپنې په اړه د دیني عالمانو چوپتیا هم «غندلې» ده.

د افغانستان د ځواکمن  ښځو غورځنګ پر دیني عالمانو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي او د دغو «افراطي، خودخواه او د ښځو ضد» مبلغینو د تبلیغاتو مخه ونیسي چې د اسلام له متن او انساني کرامت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.