ښځې نړۍ

په کینیا کې یو سړی وايي، د خپلې مېرمنې په ګډون یې ۴۲ ښځې وژلي

په کینیا کې یوه سړي په تېرو دوو کلونو کې د خپلې مېرمنې په ګډون د ۴۲ ښځو په وژلو اعتراف کړی دی.

سي اېن اېن راپور ورکړی چې پولیسو دا سړی د نیروبي په یوه کان کې د څو جسدونه له موندلو وروسته ونيوه.

د دغه سړي نوم کالينز جمعیسي دى چې ٣٣کاله عمر لري او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.

د کینیا د جنايي څېړنو مشر محمد امین خبریالانو ته ویلي چې جمعيسي له یوه کلب بهر په داسې حال کې نیول شوی چې د ٢٠٢٤ یورو پای لوبې لیدو ته تللی و.

هغه زیاته کړه: «مظنون شخص د ٤٢تنه ښځو پر تښتونې، وژلو او له ځايه د دوى د جسدونو د ایستلو اعتراف کړى دى، چې دا ټولې یې د ٢٠٢٢ او د ٢٠٢٤ کال د جولای د يولسم ترمنځ وژل شوې دي.»

په کینیا کې د جنایي څېړنو رٸیس ويلي چې د مظنون د اعترافونو پر بنسټ، د هغه لومړۍ قرباني د هغه ښځه وه، چې د بدن ټوټې ټوټې کولو او په ځای کې یې د غورځولو دمخه هغه په ​​​​ژوندوني زندۍ کړې او وژلې وه.

د کینیا چارواکي وايي، د دغه سړي په کور کې څو موبایلونه، تذکرې، غوڅونکې وسیله، پلاستیکي دستکشې او لسګونه کڅوړې موندل شوي دي.