افغانستان

د کابل-جلال اباد پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله ١٤تنه ټپيان شوي

Traffic accident alongside the Kabul-Jalalabad highway.

د کابل – جلال آباد پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله څوارلس تنه ټپيان شول.

طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې دغه پېښه د لغمان ولايت د سرخکان خيرو خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

دغه خبر پر بنسټ، د لغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند محمد يونس يوسفزي  ويلي چې دغه پيښه د د کرولا ډوله او فلانکوچ ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده .

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې په پايله کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.