نړۍ

د ایران ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې

ایراني رسنیو خبر ورکړی دی، چې د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته غځول شوې دي.

د دغو راپورونو له مخې، د ایران د ولسمششرۍ د ټاکنو بل پړاو به د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه) ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هیڅ یو نوماند هم د دغه هیواد د رايه ورکوونکو  پنځوس جمع یو سلنه رایې نه دي ګټلي.

ایراني رسنیو ویلي دي چې د دغو ټاکنو په دوهم پړاو کې به سعید جلیلي او مسعود پزشکيان له یو بل سره سیالي وکړي.