افغانستان

نصیر احمد اندیشه: ملګرو ملتونه او نړۍ د دوحې په غونډه کې د طالبانو شرطونو ته تسلیم شوي

په جينوا کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندیشه په یوه ليکنه کې چې د « امریکا د ملي امنیت» ادارې له خوا خپره شوې ویلي چې د دوحې په دریمه غونډه کې ملګرو ملتونه او ددې غونډې نور کوربانه د طالبانو شرطونو ته «په بنسټيزه توګه» تسلیم شوي دي.

هغه په دې ليکنه کې ليکلي «د سیمې او نړۍ هېوادونه، په دې هيله د طالبانو د سپينولو هڅه کوي، چې ښايي دوی بدل شوي وي؛ په داسې حال کې چې دې افراطي ډلې (طالبانو) هیڅ بدلون نه دی کړی.»

اندیشه د دوحې په دریمه غونډه کې د طالبانو ضد سیاسي او مدني ډلو د نه شتون په اړه د اندېښنه په څرګندولو ويلي « له بده مرغه، د افغانانو لوی اکثریت چې طالبان نه دي له پامه غورځول کیږي.»

په جينوا کې د افغانستان سفیر وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د مخالفو ډلو  نشتون د یوې «ریښتینې هر اړخیزې او اغېزمنې ډیپلوماټیکې پروسې» ظرفيت کمزوری کوي.

په ليکنه کې همدا راز ویل شوي، «ښايي د دوحې د دريمې غونډې موخې په ناهيلې کوونکې توګه محدود او آن د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه سرچپه وي.»

د امریکا د امنیت شورا په یوه ليکنه کې ویل شوي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو ګډون دا ښيي چې د حقاني شبکې د مشرتابه غړي چې د طالبانو په حکومت  کې دي، د سفر له بندیزونو معاف شوي دي.

نصیر احمد اندېشه په ليکنه کې وايي، د لويديځ امتيازات د سیمې د ځینو هېوادونو لکه روسیې او ایران له هڅو څخه چې دوحې ته د طالبانو له تګ او د مسکو فارمټ د وروستیو غونډو په ګډون د دوی په دیپلوماتیکو ناستو کې له ګډون څخه د طالبانو د منع کولو لپاره  شوي دي؛ ډېر مهم دي.

په جنیوا کې د افغانستان استازی دا هم وايي چې د دوحې د دریمې غونډې لپاره د ملګرو ملتونو له خوا اعلان شوې اجنډا يوازې د دې لپاره ده، چې ښکاره کړي، د غونډې تنظیموونکي له طالبانو پرته له نور لوبغاړو سره هم ښکېل دي.

نوموړې زیاتوي چې د دوحې د درېیمې غونډې لپاره د ملګرو ملتونو اجنډا ته په کتو داسې ښکاري چې مدني ټولنې، د ښځو د حقونو فعالان، د بشري حقونو مدافعین او د طالبانو مخالف سیاسي څېرې په د خوړو په نوملړ کې دي.

ښاغلى انديشه ليکي«افغانستان د هغو دوو غوراويو ترمنځ چې ډیری وختونه د «بد او ترټولو بد»تبليغېږي په ټاکنې مجبور نه دى. لکه د طالبان یا اسلامي دولت، دیکتاتوري یا کورنۍ جګړې. په کور دننه او بهر کې د پخوانیو مسلکي ملکي، سیاسي او دفاعي ځواکونو د راتلونکي نسل په منځ کې د حکومتولۍ د ليد لپاره  د پلي کېدو وړ دریمه لاره شتون لري.

په ليکنه کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې وضعيت تر هغه ډېر نازک دی چې فکر کېده.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې دریمې سرمشریزې ته چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د ۲۷ هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون کوي، یوازې یوه شپه پاتې ده.

غونډه به دوه ورځې دوام وکړي. خو له سیمه ییزو او نړیوالو فشارونو او نیوکو وروسته اوس ملګرو ملتونو منلې چې د غونډې په دریمه ورځ (د اصلي سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته) د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د ښځو مخکښو څېرو ته بلنه ورکړي.

خو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر دغو فعالانو د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړې ده.