افغانستان

په بدخشان کې ځمکې ښويېدنې له دوو تنو ژوند واخيست 

په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویدنې له امله دوه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې دغه پېښه د دغه ولايت په يمګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، په بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مشر ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۶ کورونه، یو ښوونځی او ۵ کیلومتره سړک هم زیانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طبیعي پېښو له امله په دې وروستیو میاشتو کې په هېواد کې ګڼ شمېر کسانو ژوند بايللى  دى.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۱۰ زره ډېر کورونه زیانمن شوي دي.

بل خوا په فارياب، هرات، غور، بادغيس، سرپل، تخار او بدخشان ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.