نړۍ

روسیې او اوکراین ۱۸۰ جنګي اسيران تبادله کړل

رویټرز خبر ورکړی، چې مسکو او کییف د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب ټولټال ۱۸۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د خبرو اترو په پایله کې ۹۰ تنه روسي بندیان چې د مرګ تر ګواښ لاندې وو د کییف تر کنټرول لاندې سیمو څخه بیرته راګرځول شوي او په بدل کې، د اوکراین د وسله والو ځواکونو ٩٠تنه بندیان ورسپارل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، خوشي شوي روسي بندیان د طبي معایناتو لپاره مسکو ته لېږدول شوي او د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خپل هېواد ته د ۹۰ بندیانو د ستنېدو پخلی کړی دی.

د روسیې او اوکراین چارواکو تر اوسه د دواړو هېوادونو د جګړې د بندیانو کره شمېر نه دی څرګند کړی.

روسیې او اوکراین په ۲۸ میاشتنۍ جګړه کې څو ځلې د بندیانو تبادله کړې ده.

دواړو خواوو وروستی ځل د مى مياشتې په وروستیو کې تر ۱۵۰ زیات بندیان تبادله کړل.