د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، د دوحې ناستې د یوې پروسې برخه ده او د افغانستان ښځې او مدني ټولنې به په دغو غونډو کې برخه ولري.
د رویټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو ویاند پرون (یکشنبه، د جون ۲۳) ويلي چې د بشري حقونه؛ په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د دې سازمان په غونډو کې مطرح وي.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو، چې ملګرو ملتونو په پراخه کچه د دوحې د غونډې له اجنډا څخه د ښځو د حقونو بحث لرې کړی دی.
خو ښاغلي دوجاریک وویل: «د دوحې د ناستې موخه د افغانستان اوسني واکمنان (طالبان) هڅول دي چې د افغان ولس په ګټه د یوې همغږې او منظمې کړنلارې له لارې له نړیوالې ټولنې سره اړیکه ونیسي. بشري حقونه او د ښځو او نجونو حقونه به خامخا د ملګرو ملتونو لخوا په ټولو بحثونو کې مهم وي.»
ټاکل شوې په شپږو ورځو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي او طالبان به راتلونکې اوونۍ قطر ته یو پلاوی واستوي چې د ۲۵ هېوادونو له ځانګړيو استازو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، دا د ملګرو ملتونو لومړۍ غونډه ده چې د طالبانو استازي پکې ګډون کوي.
تمه کېږي، چې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله رزميري ډی کارلو او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به له طالبانو سره تر لیدنې وروسته د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره جلا جلا خبرې وکړي.