نړۍ

جوزپ بوریل:په غزه کې د سره صلیب دفتر ته څېرمه د ډزو عاملینو سره باید حساب وشي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل په غزه کې د سره صلیب دفتر ته څېرمه هغه ډزې وغندلې چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان ووژل شول.

ښاغلي بوریل د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه او پر اېکس یې لیکلي: «هغه کسان چې په غزه کې د سره صلیب دفتر ته نږدې د ډزو مسؤل دي باید ورسره حساب-کتاب وشي.»

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل چې د جګړې ټولې خواوې باید د جینوا کنوانسیون رعایت کړي.

ښاغلي بوریل وویل: «د سره صلیب نړیواله کمیټه باید وکوالی شي د جینوا کنوانسیونونو لاندې خپلې ټولې دندې د بشردوستانه خوندیتوب ، قربانیانو سره مرستې او بندیانو ته د لاسرسي په ګډون، په خوندي ډول ترسره کړي.»

د يادونې وړ ده، چې د جمعې په ورځ په غزه کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دفتر ته څېرمه په ډزو کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې اسراییل د دې ډزو مسٶل دي.