افغانستان

عبدالسلام ضعیف «اشارتا» د طالبانو لخوا د واک په ناوړه کارونې نیوکه وکړه

عبدالسلام ضعیف، د طالبانو یو پخواني چارواکي، پرته له دې چې د کوم مشخص کس نوم واخلي؛ هغه د طالبانو له خوا د واک پر ناوړه استفادې په سخته نیوکه کړې ده.

ښاغلي ضعیف پر اېکس  لیکلي چې په تاریخ کې د اسلامي حکومتونو د سقوط درې لاملونه وو چې یو یې بې پروايي او له واکه ناوړه ګټه اخیستنه، دویم یې د شریعت او قانون تر منځ ټکر او درېیم یې ځان غوښتنه او د مشرانو انحصار وو.

هغه وايي: «دا ډېره مهمه ده چې هرڅوک د خپلو مسؤلیتونو په اړه مسؤل وي او نه بايد کوچنۍ غفلت وکړي.»

دغه پخواني طالب چارواکي زیاته کړه: «که دغه چارواکی د کار کولو وړتیا او لیوالتیا نه لري، باید استعفا ورکړي او پر ځای یې یو وړ کس وټاکل شي.»

هغه د کوم مشخص کس یادونه ونه کړه؛ خو د طالبانو تشکيل یو داسې مشر لري چې تر اوسه یې مخ رسنيز  شوى نه دی، او ځيني افغانان هغه «غايب مشر» بولي.

ښاغلی ضعیف وايي کله چې یو مشر خپل «مطلق واک» وکاروي، دا د مطلقې دیکتاتورۍ لامل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د واک ته له بيا راستنېدو وروسته، پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه او بندیزونه ولګول. دوی اساسي قانون فسخه کړ او د خپل حکومت جوړښت یې د خپلو ګمارنو پر بنسټ جوړ کړ.