له خیبر پښتونخوا څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دندې نه ترسره کولو له امله ۴۲ پولیس افسرانو دندې ځنډېدلې دي.
د معلوماتو له مخې، یاد پولیس افسران باید د امنیتي پوستو (چېکپواینټونو) پر مهال دنده ترسره کړې وای، خو دوی له دې دندې څخه انکار کړی، چې له امله یې دندې ځنډېدلې دي.
که څه هم د یادو پولیسو د انکار رسمي دلیل نه دی څرګند شوی، خو ځايي سرچینې دا چاره د وسلهوالو ډلو له لوري د احتمالي بریدونو او ناامنۍ له امله امنیتي اندېښنه بولي.
یادې سرچینې زیاتوي، چې په تېرو وختونو کې هم په خیبر پښتونخوا کې وسلهوالو پر چیکپواینټونو بریدونه کړي او یو شمېر پولیس یې وژلي یا تښتولي دي، چې له امله یې پولیس د پوستو پر مهال دندې ته زړه نه ښه کوي. تر اوسه د خیبر پښتونخوا پولیسو د دغو افسرانو د معطل کېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
