نړۍ

روسیه: د زیلینسکي نه مشروعیت د«سولې د خبرو» پر وړاندې خنډ نه دی

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین د ولسمشر په توګه «مشروعیت» نه لري.

خو هغه زیاته کړې، چې دا په دې معنا نه ده چې هلته (اوکرایین) کوم قانوني استازی نشته.

د تأس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي پیسکوف وویل:«که څه هم د اوکراین د ولسمشر په توګه د ولادیمیر زیلینسکي دوره پای ته رسېدلې ده؛ خو دا د اوکراین د شخړې د هواري په اړه د مسکو او کییف ترمنځ د خبرو د پیل مخه نه نیسي.»

د کرملین ویاند وايي، په اوسني وضعیت کې دا مهمه نه ده چې د خبرو اترو مشري څوک کوي.

هغه زیاته کړه: په دې خبرو کې متخصصین او کارپوهان ګډون لري او دا خبرې ډېرې ستونزمنې دي. هغه څه چې ډېر اړين دي دا دي چې د خبرو اترو پایلې د قانوني استازو لخوا وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن (شنبه، د جون ۱۵مه) سویس د اوکراین د سولې په اړه د نړۍ د ۹۰ هېوادونو او سازمانونو په ګډون د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب وکړي.

دې غونډې ته روسیه نه ده بلل شوې؛ خو چین ویلي دي چې د روسیې د نه ګډون له امله به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

څه موده مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سینګاپور شانګری لا غونډه کې، چین ددې غونډې په «قصدي سبوتاژ» تورن کړى و.