افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د تهران په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون د دوی خپله پرېکړه وه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سیمه ییز تماس ډلې په غونډه کې د ګډون نه کولو پرېکړه د دوی خپل پرېکړه وه.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د تهران په غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو د دوی چارواکو په دې غونډه کې د ګډون نه کولو پرېکړه وکړه.

ښاغلي کنعاني په تهران کې غونډه د هغو غونډو دوام وباله چې په سیمه او نړۍ کې د افغانستان په اړه ترسره کېږي.

هغه وايي چې د تهران د غونډې برخه والو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانانو سره د مرستې په اړه خبرې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: « د افغانستان بدلونونه او په  دغه هیواد په امنیتي او اقتصادي حالاتو کې هر ډول ګډوډي به د افغانستان په پولو کې پاتې نه شي او د سیمې په عمومی حالاتو به اغیزه وکړي.»

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي دفتر مرستیال ذاکر جلالي پر اېکس  لیکلي وو چې طالبان تمه لري هغه غونډې چې د افغانستان په اړه جوړیږي د نویو جوړښتونو د جوړولو پر ځای باید د معمولي او جوړو شویو جوړښتونو له لارې ترسره شي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا روښانه نه کړه چې د «معمولي جوړښت» څخه د هغه موخه څه ده.