افغانستان ښځې

د رواداري بنسټ د نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره د «اقرأ» کمپاین پیلوي

د بشري حقونو د رواداري بنسټ  په افغانستان کې له زده کړو څخه د نجونو د ۱۰۰۰ ورځو محرومیت له امله د «اقرأ» تر نامه لاندې کمپاین پیلوي.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کمپاین د «نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د دروازو د تړلو «زرمې  ورځې» په مناسبت په لاره واچول شي.

د دې بنسټ په خبرپانه کې راغلي چې د «اقرأ» دکمپاین موخه د  «د ښځو او نجونو د زده کړو حق او ددوى د نورو انساني غوښتنو» یادونه او ملاتړ دی.

د دې خبرپاڼې پربنسټ، د «اقرأ» کمپاین به د جون په ۱۳ پیل شي او بېلابېل پروګرامونه به پکې شامل وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له بيا راتګ وروسته دوى د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېر محدودیتونه او بندیزونه لګولي چې له دې جملې څخه د طالبانو تر ټولو مهم کار له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل دي.

د اسلامي همکاريو سازمان په ګډون د بېلابېلو اسلامي هيوادونو او سازمانونو تل ښوونې او روزنې ته د نجونو او ښځو د لاسرسي په وړاندې د طالبانو پر چلند نیوکې کړي دي.

خو طالبانو دغو غوښتنو په غبرګون کې ویلي چې دا د دوی کورنۍ موضوع ده او هیڅوک په دې مسٸله کې د لاسوهنې حق نه لري.