افغانستان نړۍ

د برېکس غړي د افغانستان مسلې ته «سوله ییز حل» غواړي

د بريکس غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله وروستۍ غونډه کې د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره د افغانستان د مسئلې د سوله ييز حل غوښتنه وکړه.

د روسیې د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه غونډه د دغه هېواد په نیژني نووګورود ښار کې جوړه شوې وه.

د برېکس غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه بيانيه کې راغلي: «د بهرنيو چارو وزيرانو د سيمه ييز امنيت او ثبات په موخه د افغانستان د مسئلې پر سوله ييز حل ټينګار وکړ.»

د تأس په راپور کې دا هم ویل شوي چې د برېکس هیوادونو ویلي دي چې «د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لخوا نه کارول کیږي باید ښکاره اقدامات وشي.»

د دې غونډې په وروستۍ پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې د برېکس غړي هېوادونه د یوه خپلواک، سوله ییز او له نشه یي توکو پاک افغانستان څخه ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده چې دغه غونډه د جون د مياشتې په ٢١ او ٢٢ نېټه د برېکس د لسو غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون د روسيې په نيژني نووګورود ښار کې جوړه شوې وه.