افغانستان

ملګرو ملتونو ته د امريكا د امنیت مرکز: د بشري حقونو په اړه طالبان حساب ورکولو ته اړباسٸ

د امریکامتحده ايالاتو د امنیت مرکز په نامه سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې له طالبانو سره حساب ورکولو ته اړباسي.

دغه بنسټ په یوه بیان کې ویلي چې د دوحې درېیمه غونډه – کله چې بشري حقونه؛ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او داعش د دغه هېواد لپاره یو نوی ګواښ ګڼل کېږي- مهمه ده.

دغه مرکز زیاته کړې چې په افغانستان کې د داعش پراختيا وښوده چې د نړۍ په نورو سیمو کې هم خپل اهداف ترلاسه کولای شي.

د امریکا د امنیت مرکز همدارنګه  له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د روسیې او چین پر چلند نیوکه کړې ده.

په دې بيانيه کې خبرداری ورکړل شوی چې که ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې خپل نوښتونه تعقیب نه کړي، نړیواله ټولنه به له طالبانو سره د بشري حقونو له معیارونو سره د سمون لپاره یو ارزښتناک فرصت له لاسه ورکړي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي چې د افغانستان پیچلي وضعیت له دغه هیواد څخه د داعش ډلې د شړلو لپاره د طالبانو سره د تعامل، فشار او هڅونې نازک ترکیب ته اړتیا لري.

دامريکا دامنيت مرکز همداراز په افغانستان کې دملګروملتو سازمان دوروستيو اقداماتو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې دغه وروستۍ کړنې به په افغانستان کې د ترهګرۍ او دښځو دجنسيتي ځورونې په کمولو کې مرسته وکړي .

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون په قطر کې جوړه شي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان  له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه له طالبانو سره «پرېکنده» چلند وکړي.