افغانستان

چین او پاکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ

چین او پاکستان په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د دواړو هېوادونو ګډه خبرپاڼه چې چین ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له څلور ورځني سفر وروسته خپره شوه، راغلي چې دواړه لوري د افغانستان سرپرست حکومت (طالبان) وهڅوي چې یو ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته کړي.

د بزنس سټنډرډ راپور له مخې، په دې خبرپاڼه کې همداراز له طالبانو غوښتل شوي چې له «ترهګرۍ» سره پرېکنده مبارزه وکړي او اجازه ورنکړي چې د دوی تر حاکمیت لاندې خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د «ترهګریزو» کړنو لپاره وکارول شي.

که څه هم طالبانو پخوا په افغانستان کې د دوی تر ادارې لاندې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی و؛ خو پاکستان په کراتو پر طالبانو تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) ملاتړ کوي.

د چین د ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزير  په ګډه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې طالبان باید د«منځلارې» تګلاره غوره کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره ښه ګاونډیتوب ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دغه هېواد کې پر پنځو چینايي انجینرانو د برید پړه پر طالبانو اچوي.

پاکستاني چارواکو په وار وار طالبان په دغه هیواد کې  «ترهګرۍ» ته په لمن وهلو تورن کړي او ویلي یې دي چې هغه  ډلې چې اوس په افغانستان کې مېشتې دي، په دغه هیواد کې د ډیرو «ترهګریزو» بریدونو مسؤلې دي.