افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر دوه زره زیات کډوال اېستلي 

له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ کې تر دوه زره  ډېر افغان کډوال په زور او په خپله خوښه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (شنبه، د غبرګولي ۱۹) له ایران څخه يوزر ۷۷۳ کډوال ایستل شوي دي.

په همدې حال کې د دغې خبرپاڼې له مخې پرون له پاکستان څخه ۳۲۴ کډوال په زوره ایستل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت وايي، دغه راستانه شوي کسان د کندهار او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې  يوزرو۷۷۳ افغان کډوال د هرات  اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

په ورته وخت کې٣٢٤ افغان کډوال د کندهار له سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دغو راستنو شويو کې جره ګان او کورنۍ هم شامل دي.