افغانستان

طالبانو په کاپیسا کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل

طالبانو په کاپیسا کې دوه کسان د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د دغه ولایت د حصه دوم ولسوالۍ کې «۱۸ دورې»  وهل شوي دي.

طالبان وايي، دغه سزا د کاپيسا ولايت په حصه دوم ولسوالۍ کې د دوى د ابتدايي محکمې له خوا صادره شوې او د سترې محکمې له منظورۍ وروسته نافذ شوه.

په دې وروستیو کې طالبانو په سرپل ولایت کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ کسان د «غلا،له واده بهر نامشروع اړيکو او د شرابو څښلو» په تور په درو وهلي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د مجازاتو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د وکیل له لاسرسي او قانون ته په پام پرته تورنو کسانو ته سزا ورکوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره د طالبانو لاره «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.