افغانستان

د سیمه يیزې تماس ډلې غونډه په تهران کې پیل شوه

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ نومې د سیمه ییزې تماس ډلې دویمه غونډه په تهران کې پیل شوه.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دې غونډه کې د پاکستان، چین او روسیې استازي ګډون کړى.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کیني د دغې غونډې په پیل کې وویل: «موږ باید یوازې د افغانستان د ستونزو یادونه ونه کړو؛ بلکې  له ستونزو او ننګونو څخه د وتلو لارې چارې هم بايد څرګندې شي.»

طالبان وايي چې په دې غونډه کې د دوی استازي ګډون نه دی کړی.

د مسکو فارمټ کې د روسیې، ایران، افغانستان او پاکستان هېوادونه شامل دي، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د روسیې په نوښت جوړ شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د سيمې يو شمېر کارپوهان د مسکو فارمټ غونډه د سيمې د هېوادونو له خوا د لويديځ  په ځانګړې توګه د امريكا متحده ايلاتو  سره د مقابلې لپاره د يو ډول هڅې په توګه ګوري. 

په ورته وخت کې د سولې او عدالت ملي غورځنګ په تهران کې د مسکو فارمټ ناستې د ترسره کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د دې ناستې او د دوحې د درېیمې دورې د ناستې تمرکز باید بین الافغاني مذاکرات وي.