افغانستان

د طالبانو د پوهنې وزیر په روسیه کې د پوهنې د وزیرانو په نړیواله غونډه کې ګډون کوي

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله آغا د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې د وزیرانو په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.

 د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه پر اېکس شبکه لیکلي چې دا غونډه به څلور ورځې دوام وکړي.

 د طالبانو د پوهنې وزیر په داسې حال کې په دې غونډه کې ګډون کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته ورسېدو راهيسې ددوى لخوا د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوي او پوهنتونونو ته له ورتګه هم منع شوي دي.

د نړیوالې ټولنې له فشارونو او د یو شمېر اسلامي سازمانونو او هېوادونو له غوښتنو سربېره؛ طالبان تر اوسه هم د خپلې تګلارې بدلولو ته چمتو نه دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې په بشپړه توګه د نجونو او ښځو پر مخ تړلې  وې او د خپلې واکمنۍ تر پایه یې له دې تګلارې څخه یو ګام هم شاتګ و نه کړ.