افغانستان

په بدخشان کې يوې غونډۍ  ښويېدو له يوې ښځې ژوند واخيست

د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د غونډۍ د ښویېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور نور ټپیان شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي رئیس محمد کامګار رسنیو ته وویل چې دغه پېښه د دغه ولایت د یمګان ولسوالۍ په واني کلي کې شوې ده.

هغه وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ياد کسان په دغه غونډۍ کې د کيندلو په حال کې وو.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت لسګونه اوسېدونکي د سېلابونو له امله مړه شوي دي.