افغانستان

طالبانو د تهران په غونډه کې ګډون ونه کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي اعلان وکړ چې د تهران په غونډه کې به د طالبانو استازي ګډون ونه کړي.

نوموړي  نن (شنبه، د غبرګولي۱۹مه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې طالبانو ددې غونډې د بلنې  ترلاسه کولو سربېره؛ په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

ښاغلي جلالي د مسکو په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون لامل روښانه نه کړ؛ خو ويلي يې دي، چې طالبان تمه لري هېوادونه  به په دغه غونډې کې له عادي جوړښتونو کار اخلي.

په ورته وخت کې د سولې او عدالت ملي غورځنګ په تهران کې د مسکو فارمټ غونډې د ترسره کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د دې غونډې او د دوحې د درېیمې دورې د ناستې تمرکز باید بین الافغاني مذاکرات وي.

ټاکل شوې نن (شنبه د غبرګولي ۱۹مه) د افغانستان په اړه د مسکوفارمټ د سیمه ییز تماس ډلې غونډه په تهران کې پیل شي.