افغانستان

طالبانو د راتلونکې اونۍ دوشنبې ورځ د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه 

طالبانو د راتلونکې اونۍ دوشنبه (د غبرګولي ۲۸مه) د لوى اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، د دوى سترې محکمې نن (شنبه د غبرګولي ١٩مه) چې د ذوالحجې له لومړۍ نېټې سره برابره ده او له همدې امله د ذوالحجې لسمه چې د غبرګولي له ٢٨مې سره سمون خوري؛ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د دې راپور پر بنسټ، د عرفې ورځ به د غبرګولي ٢٧  او د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ  ٢٨ د غبرګولي د لوى اختر لومړۍ ورځ وي.