افغانستان

سرچینې: سراج حقاني د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی

سرچینې وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

د دغه طالب چارواکي یو عکس چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، ښيي چې نوموړی د حج فریضه ادا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر عبدالکبیر او د حج او وقافو وزير نور محمد ثاقب په ګډون څلور طالب چارواکو سعودي عربستان ته د حج دمراسمو د ادا کولو اجازه تصويب کړه.