ښځې

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ طالب چارواکو د محاكمې غوښتنه وکړه

تصویر از آرشیف

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو  د «جنګي جرمونو» په اړه د بخښنې نړیوال سازمان موندنو ته په اشارې سره، د شنبه هاى ارغواني غورځنګ د طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بښلو کلتور پای ته ورسوي او د طالبانو مشران محاکمې ته راکاږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د امریکا له متحده ایالاتو څخه غواړو چې سراج الدین حقاني جې  لس میلیونه ډالره انعام يې پرې ایښی دی، ونيسي.»

د دغه غورځنګ غړو له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم لرې نه کړي.

دغه حرکت د افغانستان پر خلکو غږ کړی چې د طالبانو د ډلې له خوا د «جنسي تېریو، د شتمنیو لوټولو او د کورونو، اتباعو د غصب او د بشریت ضد جنایتونو» پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

د دې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: “موږ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د طالبانو د ترهګرې ډلې خپلځاني اعلان شوى حکومت پر ځای دې د بدېل نظام چې «مشروع، ډیموکراټيک او ټولګډونه حکومت وي؛ ملاتړ وکړي.»

دغه غورځنګ ویلي چې طالبانو د پنجشیر د خلکو په ځانګړې توګه د خپلو مخالفينو د کورنیو د غړو په نیولو او شکنجه کولو او د هغوی د ملکیتونو په غصبولو سره د مقاومت جنګیالي تسلیمیدو ته اړ کړي دي.

د ١٤٠٢لمريز کال د غبرګولي اتلسمه  نېټه، د بخښنې نړیوال سازمان «ستاسو زامن په غرونو کې دي: په پنجشیر کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو ډله ایزه سزا» ترسرليک لاندې راپور خپور کړ، چې په دغه راپور کې ویل شوي  طالبانو په پنجشیر ولایت کې له بشري حقونو سرغړونې کړي دي.