افغانستان ښځې

د بشري حقونو سازمانونه: د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو پر حقونو معامله مه کوٸ

د بشري حقونو یو شمېر نړېوالو سازمانونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو او د دوحې د غونډې له ګډونوالو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو په حقونو دې معامله نه کوي.

په دغه ګډ لیک کې ویل شوي چې نړۍ په «خطرناکه» توګه د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت منلو ته نږدې شوې ده.

د بشري حقونو سازمانونو همداراز ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه او هېوادونه باید د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو شرطونه ونه مني.

د دغو سازمانونو د ليک په یوه برخه کې راغلي: «موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو له لوري اعلان شوي کوم شرطونه چې په د ښځو د حقونو خونديتوب او يا د هيواد راتلونكي اړوند هرډول پرېکړه  چې د ښځو د مدني ټولنې د بشپړ، قوي او منظم ګډون د کمزورتيا سبب کېږي ونه مني.»

دوی وايي، چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو لپاره ورځ په ورځ د ژوند فضا محدوده کړې ده او دا کړنې ښيي، چې نړیوالې ټولنې کړنلاره نه ده توانېدلې، چې په افغانستان کې طالبان په سیستماتیک ډول د ښځو د حقونو له سرغړونو وګرځوي.

د بشري حقونو دغو سازمانونو ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ له ورکولو او د دغه سازمان په غونډو کې د هغوی له رابللو، په هېواد کې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو له پرانېستلو او له افغانستانه بهر د ډیپلوماټیکو ماموریتونو له سپارلو او د بنديزونو له لرې کولو ډډه وکړي.