افغانستان

د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال

Flood in Bamiyan

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د باران او «سختو» سیلابونو احتمال خبردارى  ورکړی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غبرګولي مياشت په ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوينه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې بدخشان، تخار، پنجشیر، بغلان، کونړ، نورستان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، دایکندي، بامیان، پکتیکا او خوست ولایتونه به د دې بارانونو شاهدان وي.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د دغو بارانونو اندازه د دغو سیمو په بېلابېلو برخو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکلې ده.

د غويي له میاشتې راهیسې د اورښتونو او سیلابونو زیاتوالي په افغانستان کې لوی زیانونه اړولي دي.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې په دغو سېلابونو کې تر ۳۵۰ ډېر کسان مړه شوي او د استوګنې سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.