افغانستان

د طالبانو له لوري د خصوصي برخې د« ملاتړ» لپاره د صندوق رامنځته کول

طالبان وايي د افغان خصوصي سکټور د «ملاتړ» لپاره یې یو صندوق رامنځته کړى دی.

د طالبانو د وزیرانو شورا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په کابل کې د دغه صندوق د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د «خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق» په پرانیستلو سره به په افغانستان کې د بې کارۍ کچه راټیټه شي.

خو د هېواد يو شمېر ښاريان په هېواد کې د بې وزلۍ پر خپرېدو نيوکه کوي او وايي، چې د دوى لپاره د کار زمينه محدوده ده او دوى نه شي کولى چې په ورځ کې د خپلې کورنۍ لپاره د يو وخت خواړه پيدا کړي.

له بلې خوا یو شمېر ښځېنه سوداګر وايي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیزونو د دوی پر کاروبار هم بده اغېزه کړې او اوس نه شي کولای خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې عبدالغني برادر خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د پرانېستې په مراسمو کې ادعا وکړه چې د دغه صندوق پرانېستل به له خصوصي سکټور سره د مرستې تر څنګ د پرمختګ او ټرانزيټ بهیر چټک کړي.

په عین حال کې، د لوږې د څارنې نړیوال سازمان (آى پي سي) مخکې ویلي وو چې د افغانستان ۲۸ سلنه نفوس چې ۱۲.۴ میلیونه وګړي په کې شامل دي، د روان کال له اکتوبر میاشتې مخکې به د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له کچې سره مخامخ شي.