افغانستان

په اروزګان کې يو سيمه ييز خبريال د «شخصي شخړې» په ترڅ کې ووژل شو

د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د «شمع» راډيو  د سيمه ييز خبريال احسان الله پښتون د «شخصي شخړې» په ترڅ کې د چاقو په ګوزارونو وژل شوى دى.

د شمع راډيو مسوول احسان الله ولسمل د افغان خبريالانو مرکز ته ويلي، چې دغه نښته تېره ورځ(غبرګولي ١٥) د ماسپښين شاوخوا درې بجې د ترينکوټ ښار په سفيدښار سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې دغه پېښه د احسان الله پښتون او د سيمې د يو شمېر اوسېدونکو چې د هغه خپلوان هم دي، تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د افغانستان د رسنیو د مرکز د راپور پر بنسټ، په دې پېښه کې د دغه سیمه ییز خبریال یو ملګری هم ټپی شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د شمع راډيو مسٶل وايي، چې د طالبانو امنيتي ځواکونو د دې پېښې په تړاو درې تنه نيولي دي.

د يادونې وړ ده، چې احسان الله پښتون شاوخوا ٢٤ کاله عمر درلود او له خپلې مېرمنې او يو کلن ماشوم سره د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې اوسېده.

ښاغلی پښتون له درې کلونو راهیسې له شمع راډیو سره د تخنیکي څانګې د کارکوونکى او همدارنګه د خبریال په توګه دنده ترسره کوي.