افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ۲۵۰ څخه زیاتې کډوالې کورنۍ ايستلي

څه باندې ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په «جبري او اختیاري» ډول ایستل شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى چې په تيره يوه ورځ (سه شنبه د غبرګولي ١٥مه) له پاکستان او ايران څخه ٢٦٩ کډوالې کورنۍ ايستل شوي دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو  هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي چې ۹۶ کورنۍ د تورخم  او ۴۵ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، په ورته وخت کې ۵۱ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ۷۷ نورې کډوالې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې پاکستان او ایران تر ۳۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ له دغه هېواده په زور او خپله خوښه ویستلې وې.