افغانستان ښځې

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره: د «افغان جنايتكاره» پناه غوښتونکو له ويستلو مخکې باید د دغه هیواد وضعیت وڅېړل شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک ویلي، د دې هېواد وضعیت باید«د افغان جنايتكاره پناه غوښتونکو»  د احتمالي ويستنې څخه مخکې وڅېړل شي.

تر دې مخکې د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر اعلان کړی وو چې هیواد یې افغانستان ته د «جنایتکاره»پناه غوښتونکو پر ويستنې غور کوي.

خو مېرمن باربوک په آلمان کې د «شنه ټلوالې» د پلويانو په منځ کې پخپلې وينا کې وويل چې د دغه هېواد د اساسي قانون مادې بايد د پناه غوښتنې په مسايلو کې له پامه ونه غورځول شي.

په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو د شړلو بحث وروسته له هغې راپورته شو چې د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې د مانهایم په ښار کې یو افغان د دغه ښار د پولیسو پر یوه افسر دچاقو برید وکړ او څو تنه نور یې ټپیان کړل.

د يادونې وړ ده، چې د دغه برید هدف د «سیاسي اسلام»د مخالفینو یوه ډله وه چې په دغه ښار کې یې یوې ډلې ته وینا کوله.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه: «البته موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې هغه مجرمین چې سخت جنایي جرمونه یې کړي دي، ژر تر ژره خپل هیواد ته ستانه شي. له همدې امله قوانین لا دمخه سخت شوي دي.”

هغې په ​​افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل:«مونږ څنګه غواړو له یو اسلامی ترهه ګر رژیم سره همکاري وکړو چې مونږ ورسره هیڅ اړه نلرو؟ موږ څنګه ډاډ ترلاسه کړو چې راتلونکی ترهګریز بریدونه له هغه ځایه نه پلانېږي؟»

مېرمن باربوک وايي، جرمني د خپلو اروپايي ملګرو په څېر په افغانستان کې داسې سفارت نه لري چې د دغو شخص د بېرته ستنېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د افغان او سوري کډوالو د ایستلو په اړه د ځینو جرمني چارواکو له غوښتنې وروسته چې د جرمني امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي، ویلي، هغه کسان چې د جرمني امنیت ته احتمالي ګواښ بلل کېږي، باید ژر تر ژره وایستل شي.