افغانستان ښځې

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې په عامه ځایونو کې د ښځو حضور ۹۰ سلنه کم شوی

اروپايي ټولنې په یو راپور کې ویلي چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان په عامه ډګر کې د ښځو حضور ۹۰ سلنه کم شوی دی.

په دې راپور کې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې په عامه ډګر کې د ښځو حضور څېړل شوی دى.

اروپايي ټولنه وايي، له هغه وخته چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړى، د ښځو د حقونو د محدودولو پنځوس فرمانونه یې صادر کړي چې د ښځو ازاديو ته یې سخت زیان رسولی دی.

په دې راپور کې راغلي: «۷۶ سلنه افغان ښځې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له روحي ستونزو او رواني ناروغیو سره مخ شوې دي.»

دا اتحادیه وايي چې له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي؛ تر څو په افغانستان کې دا جنسیتي وضعیت په دایمي توګه تر ارزونې لاندې ونيسي.

د اروپايي ټولنې په راپور کې دا هم راغلي، چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په کمه موده کې نه یوازې ښځې او نجونې له زده کړو او کار منع کړي؛ بلکې د دوامداره فشارونو په رامنځته کولو سره هڅه کوي چې د ټولنې په عامه چاپيريال کې د ښځو حضور کم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته دوی په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور، کار، زده کړو او د نجونو او ښځو پر زده کړو سخت محدوديتونه او بندیزونه لګولي دي چې تر دې دمه په دې پالیسۍ کې هيڅ کوم بدلون نه دى راغلی.

طالبان په دې وروستيو کې د نجونو له ګډون پرته د ۱۴۰۳ کانکور ملي ازموینه اخلي.

د ١٤٠٣هـ ل کال د نوي ښوونيز کال په پیل کې طالبانو په کابل کې په همدې مناسبت مراسم نیولي وو، د دوی د پوهنې د وزیر په ګډون هیڅ یو چارواکی حاضر نه و چې د نجونو د زده کړو په اړه خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې اوس مهال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې دي او د طالبانو له لوري ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.