افغانستان

د افغانستان په اړه د« تماس ډلې»غونډه به په تهران کې جوړه شي

تأس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د افغانستان په اړه د سلا مشورو په اړه د مسکو  فارمټ د «تماس ډلې» غونډه به د جون په اتمه (د غبرګولي ۱۹) په تهران کې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې اړه ویلي: «موږ د افغانستان له مشرتابه استازو سره  د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راتلونکې درېیمې غونډې د چمتووالي په اړه په دوحه کې خبرې کړې دي.»

د افغانستان لپاره د روسيې استازي  يادونه وکړه، چې د دوحې غونډې ته د چمتووالي په اړه به سلا مشورې تمرکز ولري.