افغانستان

طالبانو په سرپل ولايت کې لسګونه کسان په عام محضر کې مجازات کړل

طالبانو نن (سه شنبه) د هېواد په شمال کې د سرپل په لوبغالي کې لسګونه کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ سرپل ولایت کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د ۵۲ کسانو د سزا ورکولو د کتلو لپاره د سرپل ښار لوبغالي ته ورشي.

د سرپل ولايت سرچينې وايي، چې په دغه لوبغالي کې لسګونه نارينه او ښځې د طالبانو له خوا په درو وهل شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د مجازاتو په اړه د خپل مشر له حکم وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو سلګونه کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي. د طالبانو دغه اقدام د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوى دى.

په وروستۍ پېښه کې پرون یو کس په پروان ولایت کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې په درو ووهل شو.