افغانستان

د تاجکستان د پارلمان رٸيس: افغانستان یو ځل بیا د افراطیت او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی

د تاجکستان د پارلمان رٸيس او د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان زوی رستم علي امام ویلي، چې افغانستان یو ځل بیا د افراطیت او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی.

د تاجکستان د پارلمان مشر په قزاقستان کې د ډلييز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو استازو په غونډه کې وویل چې د هغه د هېواد اصلي اندېښنه د افغانستان په محوريت په سيمه کې د افراطیت، ترهګرۍ او د جنایتکارو ډلو د رامنځته کېدو زیاتوالی دی.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې د دوی تر ادارې لاندې په افغانستان کې داسې کومه ترهګره ډله نشته چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي.

خو ښاغلي امام په دې غونډه کې ويلي چې تاجکستان نه شي کولای هغه ګواښونه له پامه وغورځوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستانه دغه هېواد ته متوجه دي.

هغه په ​​یوه ویډیو کې چې له دې غونډې څخه خپره شوه وویل: «موږ نشو کولای هغه ګواښونه  په ځانګړې توګه چې زموږ د ګاونډي هیواد افغانستان څخه  زموږ هېواد ته متوجه دي له پامه غورځوو.»

هغه وايي: «موږ [د ترهګريزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره] عملي جوړښتونو ته اړتیا لرو چې باید په ګډه جوړ او پلي شي.»

د تاجکستان د پارلمان مشر په دې غونډه کې وویل: «له بده مرغه وضعیت د هرې ورځې په تیریدو سره پیچلی کیږي او افغانستان یو ځل بیا د افراطیت او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی.»

هغه وايي چې دا مهال په افغانستان کې لسګونه وړې او لویې «ترهګرې» ډلې پټنځایونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډله ییزو امنیت تړون سازمان سرمنشي ايمانګلي تاسماګمبتوف هم ویلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د بې ثباتۍ، ننګونو او له پولې هاخوا د ګواښونو اصلي مرکز دی.