نړۍ

د جي ٧ هيوادونو د غزې د اوربند په اړه د بایډن د طرحې هرکلی وکړ

د «جي ٧» ډلې په نوم د اوو هېوادونو مشرانو په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د طرحې هرکلی وکړ.

د رویټرز په وینا، دوی پرون (دوشنبه، جون ٣) په یوه اعلاميه کې ويلي چې د بایډن طرحه به د دایمي اوربند او د بندیانو خوشې کیدو لامل شي.

د دې ډلې په اعلاميه کې راغلي دي: «د بایډن طرحه به د دایمي اوربند، د بندیانو د خلاصون، د غزې له خلکو سره د بشري مرستو د زیاتوالي، د کړکېچ د پای ته رسېدو او د اسرائیلو د امنیتي ګټو او په غزه کې د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي».

د جي ۷ مشرانو له هغو هېوادونو چې پر حماس باندې نفوذ لري، د دغه پلان په پلي کولو کې د مرستې غوښتنه کړې او د سولې د یوې معتبرې لارې لپاره یې پخپل ملاتړ چې د دوو دولتونو د حل لامل کېږي بيا ځلې ټينګار کړی دى.

د يادونې وړ ده، چې جوبایډن د مى په يودېرشمه ویلي وو چې اسراییلو د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره نوی وړاندیز وړاندې کړی دی.

د بایډن په وینا، د دې درې پړاویز پلان په لومړۍ مرحله کې چې اسراییلو حماس ته وړاندې کړى، بشپړ اوربند، د غزې له ګڼ نفوسه سیمو څخه د اسراییلي پوځیانو وتل، د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول او د یو شمېر بندیانو د جسدونو سپارل، په غزه کې خپلو کورونو ته د فلسطینیانو بیرته ستنیدل او په مرستو کې زیاتوالی شامل دي.

دغه راز د دغه طرحه په دويم پړاو کې د دښمنۍ دايمي ختمول، د پاتې يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره تعامل، له غزې څخه د اسرائيلي پوځيانو وتل شامل دي.او ددې طرحې په درېيم پړاو کې  د غزې بيا رغونه شامل دي.