افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر ۳۰۰ زیاتې کډوالې کورنۍ ايستلې دي

په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې اوبېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس راپور ورکړى چې په تېره يوه ورځ (دوشنبه د غبرګولي په ١٤مه) له پاکستان او ايران څخه  ٣٠٣ افغان کډوالې کورنۍ په “پخپله خوښه او جبري ډول” ايستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو  هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ياد خبري اژانس وايي چې ۵۳ کورنۍ د تورخم  او ۴۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۹۲ کورنۍ د پل ابرېشم او ۱۱۸ نورې کډوالې کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې هم دغه هېواد تر ۲۰۰ ډېرې افغان کډوالې کورنۍ په «جبري او اختیاري» ډول ایستلې وې.