افغانستان

قزاقستان طالبان د «ترهګرو سازمانونو» له نوملړ څخه وویستل

د قزاقستان ولسمشر قاسم جمرت توقایف ویلي چې هېواد یې له عصري افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اهمیت او ددې په درک کولو  چې طالبان  «اوږدمهاله عامل»دي، د «ترهګرو سازمانونو» له نوملړه طالبان ایستلي دي.

ښاغلي توقایف دا خبر د دوشنبې په ورځ د ډلييز امنیت تړون د سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو له رئیسانو سره په کتنه کې اعلان کړ.

د قزاقستان ولسمشر ټینګار وکړ چې سیمې ترمنځ اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه یو ستراتیژیک لومړیتوب دی.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیوچارو او عدليې وزارتونو ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی و چې طالبان دې د «ترهګرو سازمانونو» له نوملړ څخه وایستل شي.