ښځې نړۍ

د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د مکسیکو ولسمشره کېږي

د مکسیکو رسنیو د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لومړۍ مېرمنې په توګه د کلاودیا شینباوم «احتمالي بریا» اعلان کړې ده.

د دغو راپورونو له مخې، د مکسیکو د ټاکنو کمېټې د لومړنیو رایو د شمېرنې پر بنسټ د مېرمن شینباوم بریا اعلان کړې ده.

کلاډیا شینباوم د مورنا ګوند نومانده او د مکسیکو ښار پخوانۍ ښارواله ده.

د مکسیکو د ټاکنو د کمیټې په اعلامیې کې ویل شوي چې هغې د اکثریت رایو په ګټلو د دغه هیواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مخکښه نومانده ده.

د یادونې وړ ده چې د مکسیکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره پرون (یکشنبه، د جون ۲) شاوخوا سل میلیونه رایه ورکوونکي رایې اچونې په موخه د رايو صندوقونو په لور لاړل.

د مکسیکو د رسنیو د راپورونو له مخې، ٦١ کلنه کلاډیا شینباوم له خپلې ٦١ کلنې سيالې سوچیل ګالوز، چې ښځه او اقتصادي فعاله ده، په دوامداره توګه د هیواد په بېلابيلو ټولپوښتنو کې مخکښه شوې.

دغو رسنیو يادې ټاکنې په مکسیکو کې د ولسمشرۍ تر ټولو سترې ټاکنې بللې دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې ټاکنو کې په مکسیکو کې د ولسمشر پر ټاکلو سربېره د دغه هېواد د پارلمان، مشرانو جرګې او ښاروالانو غړي هم ټاکل کېږي.