افغانستان

په فاریاب کې د زلزلې له امله یو ښوونیز مرکز نړېدلی دی

په فاریاب ولایت کې د «سلطان حسین بايقرا» په نوم یو ښوونیز مرکز د زلزلې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

که څه هم د دې پیښې کره وخت معلوم نه دی؛ خو د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون ویلي چې دغه ښوونيز مرکز د دغه ولایت په خیبر ولسوالۍ کې نړېدلى دى.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بېلابېلې سیمې په وروستیو اونیو کې د سېلابونو په ګډون د ویجاړوونکو طبیعي پېښو شاهدې وې.

په هرات کې د تېر کال د سنبلې په میاشت کې هم د پرلپسې زلزلې له امله سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

دغو زلزلو د هرات ولايت بېلابېلو ولسواليوکې زرګونو کورونه ويجاړ کړي او زيات زيانونه يې ددې ولايت خلکو ته وراړولي وو.