افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په راتلونکو ۷میاشتو کې د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ١٤.٥ ميلیونه ډالرو ته اړتیا ده

File-Photo

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو سره په راتلونکو اوو مياشتو کې د مرستې لپاره ١٤،٥ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.

دغه پروګرام پر اېکس ویلي، چې دې پیسو ته یوازې د خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې اړتیا لري.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوړو نړیوال پروګرام په بېلابېلو سیمو کې له څه باندې ۶۵ زره سیلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) د وروستي راپور پر بنسټ، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله له ۳۵۰ ډېر کسان مړه شوي او دغو سېلابونو سخت مالي زيانونه هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې تر ټولو زیاته مرګ-ژوبله په بغلان، تخار، غور، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې اوښتې ده.