افغانستان

طالبان: په بغلان کې د اسماعیليه کورنیو اوسېدو ځاى کې د موټرو تمځای جوړیږي

Pul-e-Khumri City, Baghlan province. File photo.

په بغلان کې د طالبانو د والي وياند علم مجيدي وايي چې د اويا اسمعيلي کورنۍ د استوګنې سيمه دولتي ملکيت دى او طالبان په پام کې لري چې په دې سيمه کې د لويو موټرونو تمځاى جوړ کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر پربنسټ، علم مجیدي ادعا کړې چې دغه کورنۍ خپله چمتو دي چې د بس تمځای د جوړولو لپاره پام وړ ځای دولت ته ورکړي.

په ايټاليا کې د افغانستان سفارت وړاندې په يوه خبرپاڼه کې په بغلان کې د طالبانو له خوا د اسماعيليه کورنيو په جبري بې ځايه کېدو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې طالبانو دوى ته د لوى اختر تر درېيمې پورې وخت ورکړى چې له دې سيمې ووځي.

دغه سفارت چې د تېر حکومت د ډيپلوماتانو له خوا اداره کېږي، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې طالبانو د ٧٠ اسماعيليه کورنيو د جبري ويستنې امر کړى دى.

دې مسٸلې د بشري حقونو د مدافعینو ترمنځ غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له خوا د لږکيو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه د بشري حقونو دمهمو سرغړونو په توګه یاد شوي دي.